← بیرته خبرونو ته
News Image

د آیوا مؤسسې تر تطبیق لاندې د سپین بولدک ټروما روغتون لومړنی جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د بیړنیو او ټروما پېښو د درملنې په مرکز کې لومړنی جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره شو، چې د سیمې خلکو ته د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
د افغان الفوز نوښتی خیریه مؤسسې ته د یاد روغتون د تطبیق د چارو له سپارلو وروسته، دې مؤسسې د ټروما روغتون د تطبیق مسئولیت پر غاړه اخیستی، څو د بیړنیو او جراحي خدمتونو کچه لوړه او اړمنو خلکو ته د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول پیاوړي کړي.
آیوا مؤسسه د دې پروګرام له لارې ژمنه ده چې د پر وخت طبي خدمتونو، د بیړنیو روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او ناروغانو ته د اغېزمنې رسېدنې له لارې د انسانانو د ژوند ژغورلو او د ټولنې د روغتیايي وضعیت د ښه والي لپاره هڅې وکړي.
آیوا مؤسسه – د انسانانو د ژوند ژغورلو او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره ژمنه ده.