د سرکاري باغ کلینیک د دېوال بیارغونه او د ودانۍ د ترمیم چارې بشپړې شوې
د سرکاري باغ کلینیک هغه تخریب شوی دېوال، چې څو میاشتې وړاندې د ویجاړېدو له امله یې د کلینیک د امنیت او چاپېریال د نظم په برخه کې ستونزې رامنځته کړې وې، د آیوا مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ په بریالیتوب سره بېرته ورغول شو.
د دېوال د بیارغونې ترڅنګ، د کلینیک د ودانۍ د ترمیم، اصلاح او رنګمالۍ چارې هم په بشپړه توګه ترسره او پای ته ورسېدې. د یادو فعالیتونو موخه د کلینیک د فزیکي زیربناوو پیاوړتیا، د کاري چاپېریال ښه والی او د ناروغانو، مراجعینو او روغتیايي کارکوونکو لپاره د خوندي او مناسب چاپېریال برابرول وو.
د پروژې په بشپړېدو سره د سرکاري باغ کلینیک فزیکي وضعیت د پام وړ ښه شوی او د کلینیک چاپېریال لا منظم، خوندي او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مناسب شوی دی. د دېوال بیارغونه د کلینیک د امنیت په ټینګښت کې مهم رول لري، په داسې حال کې چې د ودانۍ ترمیم او رنګمالۍ د روغتیايي مرکز ظاهري بڼه او کاري شرایط لا ښه کړي دي.
د یادو رغنیزو چارو بشپړېدل د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي ترڅنګ، د مراجعینو د رضایت او د روغتیايي کارکوونکو لپاره د مناسب کاري چاپېریال په برابرولو کې هم مهم ګام ګڼل کېږي.
د سرکاري باغ کلینیک مسؤلین د دې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د آیوا مؤسسې له مالي او تخنیکي همکارۍ څخه مننه کوي او دا ډول همکارۍ د روغتیايي مرکزونو د زیربناوو د پیاوړتیا او د خلکو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ارزښتناکې بولي.